دید خبرې آژانس: د ا.ا د چاپيریال ساتنې ملي ادارې رییس له نړیوالې ټولنې غواړي چې د اقلیم بدلون او وچکالۍ پر وړاندې مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

نوموړی په هرات کې د چاپيریال ساتنې یوې ناستې پرمهال ټینګار کوي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله په جدي ډول زیانمن شوی او نړیواله ټولنه نه باید دغه موضوع سیاسي کړي.
د چاپيریال ساتنې ملي ادارې رییس، مطیع الحق خالص په دې اړه وايي: «چاپیریالي مسایل او د اقلیمي بدلونونه یوه بشپړه بشري موضوع ده او هیڅ تړاو یې سیاست سره نلري. موږ له یوناما او ځینو سازمانونو سره خبرې کړې دي او هغوی موږ ته ډاډ ورکړی چې د چاپیریال او اقلیمي بدلونونو په غیر سیاسي بحث کې زموږ سره هم نظر دي او په راتلونکي کې به په ګډه پر دې مسایلو کار وکړو.»
د چاپيریال ساتنې ملي ادارې رییس دغه راز له سرپرست حکومته هم غواړي چې د چاپيریالي کړکیچ او ستونزې دې یې نه سیاسي کوي.
ورته مهال د هرات سیمهییز مسوولین وايي په وروستیو کلونو کې زرګونه تنه د اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ له امله له څېرمه ولایتونو دغه ولایت ته بېځایه شوي دي.
دوی د سرپرست حکومت له مسوولینو خپلو اصلي مېنو کې د ژوند اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د همکارۍ غوښتونکي دي.
عبدالعلي متقي، د هرات د چاپیریال د ساتنې رییس وویل: «زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د اقلیمي بدلونونو له کبله له خپلو اصلي سیمو بې ځایه شوي او خپلو کرنیزې محصولاتو ته یې زیان رسېدلی دی، د بدیلونو لارې لکه د کرنې او بڼوالۍ پراختیا له لارې همکاري وکړي.»
احمدالله متقي، د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس وویل: «نږدې سل زره نیالګیو د سبزیجاتو د پراختیا لپاره کېنول شوي دي. د اطلاعاتو او کلتور ریاست هم د چاپیریال ساتنې د فرهنګ دودولو په برخه کې کار کوي.»
د نیالګیو کینول او زرغون سیمو پراختیا په هېواد کې د چاپیریالي وضعیت ښه والي لپاره مناسب بلل کېږي.
خو د تازه کینول شویو نیالګیو نه ساتنه په دې برخه کې یوه جدي ستونزه ګڼل کېږي.
د هېواد د نږدې شل سلنه طبیعي یخچالونو ویلي کېدل، دوامداره وچکالي، ویجاړونکي سیلابونه، ځنګلونو له منځه تلل په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونه اصلي لاملونه ګڼل کېږي.
د چاپیریال ساتنې ادارې مسوولینو په خبره اقلیمي بدلونونه په هېواد کې د بېلابېلو ناروغیو خپرېدو لامل شوي دي.