حکمت آرین د طا-لبانو لخوا په یوه میاشت بند محکوم شو
دید خبرې آژانس: د افغانستان د خبریالانو مرکز نن (دوشنبه د تلې ۲۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په غزني ولایت کې د طا-لبانو محکمې په دغه ولایت کې د «خوشحال» خصوصي راډیو مسٶول حکمت آرین په یوه میاشت بند محکوم کړی دی.
دغه سازمان ویلي چې په غزني کې د طا-لبانو استخباراتو له دې سزا سره مخالفت کړی او د بند د مودې د زیاتوالي غوښتنه يې کړې ده.
په همدې حال کې، د افغانستان د خبریالانو مرکز د طا-لبانو پر دې پرېکړې او د استخباراتو د مداخلې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د ښاغلي آرین د سمدستي او غیر مشروط خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
په دې خبرپاڼې کې د افغانستان د خبريالانو مرکز د خپلو سرچينو په حواله ليکلي، چې د طا-لبانو ابتدايي محکمې ښاغلي آرين پرون د طا-لبانو د جنګي عملياتو په اړه د يوې مقالې د خپرولو په تور په يوه مياشت بند محکوم کړ.
حکمت آرین تېره اونۍ د تلې په اتمه په غزني ښار کې له خپل دفتر څخه د طا-لبانو د استخباراتي کارکوونکو له خوا ونیول شو.
له بلې خوا د خوشحال راډيو د خبرونو مسٶول سليمان راحل وايي، چې ښاغلي آرين په تېر حکومت کې د افغانستان د جګړې او په کې د ښکېلو خواوو په اړه د يوه افغان ليکوال ليکلى کتاب په خپل غږ خپور کړى و. د دې کتاب په یوه برخه کې د طا-لبانو د ځانمرګو عملیاتو یادونه هم شوې ده.
دخوشال راډيو د خبرنو مدير همداراز ويلي چې ده په يوه غږيز کليپ کې دځانمرګو عملياتو موضوع چې طا-لبان يې «استشهادي عمليات» بولي، بيان کړي او دخوشال راډيو له لارې يې نشر کړي دي، په داسې حال کې چې د راحل په وينا، دغه غږيز کليپ جمهوريت پرمهال چمتو شوى و. او د خوشحال راډیو لخوا نه دی خپور شوی.
خو د غزني د استخباراتو ریاست پر حکمت آرین تور پورې کړی چې په غږيز کليپ کې یې طا-لبانو ته سپکاوی کړی دی.