Uncategorized

حکمتیار چارآسیاب ته تښتېدلی دی

په ټولنیزو شبکو کې ډڼدوره ده، چې ګلبدین حکمتیار په کابل کې له خپل هستوګنځي نه د کابل په جنوب کې چهاراسیاب ته تښتېدلی دی.

ویل کېږي، چې ښاغلی حکمتیار هغه مهال چاراسیاب ته وتښتېد، چې ارګ ته نږدې د معترضانو او امنیتی ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځ ته شو او امنیتي ځواکونو پر معترضان ډزې وکړې او ګاز یې پرې استعمال کړ.

همداراز په فیسبوک کې راغلي، چې چاراسیاب ته د ښاغلي حکمتیار تېښته یې پر معترضانو د راکټ راویشتو لپاره د هغه له پخواني دود نه د کار اخستو لپاره تیاری نیول دي .

دا چې ښاغلی حکمتیار چاراسیاب ته تښتېدلی که نه او یا دا خبره واقعیت لري که نه نو دا به روسته معلومه شي؛ خو له ټولنیزو شبکو څرګندېږي، چې خلک نور له موجوده سیاسي حالاتو تنګ ته راغلي دي؛ ځکه چې په تنګ شي نو په جنګ شي .

Back to top button