اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

حنیف اتمر: له خپله اړخه ډاکټر صیب غني ته د افغانستان د جمهور رییس په توګه د ټاکل کیدو مبارکي وایو

نن ورځ د افغانستان د جمهور رییس په توګه ښاغلي ډاکټر اشرف غني خپل د لوړې مراسم ترسره کړل، له خپله اړخه ډاکټر صیب غني ته د دویم ځل له پاره د افغانستان د جمهور رییس په توګه د ټاکل کیدو مبارکي وایو.

نن ورځ د افغانستان د جمهور رییس په توګه ښاغلي ډاکټر اشرف غني خپل د لوړې مراسم ترسره کړل، له خپله اړخه ډاکټر صیب غني ته د دویم ځل له پاره د افغانستان د جمهور رییس په توګه د ټاکل کیدو مبارکي وایو.
سره له دې چې زموږ په ګډون د هېواد یو شمیر سیاسي ډلو او اشخاصو د زیاترو ټاکنیزو مواردو په اړه د نظر اختلاف او اعتراض درلود، خو د لوړې په ترسره کولو سره زموږ له نظر له ټاکنو څخه راپورته شوي اختلافات پای ته رسیدلي، د موازي حکومتونو جوړول چې د نظام د پاشل کیدو سبب کیدلی شي د افغانستان د خلکو له پاره د منلو وړ نه دي. ځکه چې وخت د دې رارسیدلي چې ټول د نظام د ساتلو له پاره اتفاق وکړو او دا ومنو چې د ټاکنیزو ناندریو له پاره نور وخت نشته.
له نوي حکومت څخه د ولس هیله دا ده چې د سولې او ملي یووالې د ټینګښت له پاره کار وکړي او رامنځته شوي فرصتونه په پوره دقت د خپلو خلکو د اوږدمهاله ګټو له پاره و کاروي. موږ یې په دې دواړو مهمو کارونو کې ملاتړ کوو.
د دې ترڅنګ د هېواد په داخل کې شته ستونزې هم د پام وړ دي، زموږ توقع دا ده چې داخلي ستونزې د خبرو او ټول منلي حکومت په تشکیل سره حل شي. اوس د دې وخت را رسیدلي چې ټول په اتحاد او اتفاق سره د سولې بهیر ته ولاړ شو او ټول په ګډه د نظام د ساتلو له پاره کار وکړو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا