اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

حنیف اتمر:طا-لبان دې د بنېټ پر سفر بندیز لرې کړې

دید خبرې آژانس: د افغانستان د جمهوري دولت د بهرنیو چارو پخوانی وزیر وایي، چې د هېواد اوسنيو واکمنانو يوه ډېره ناسمه او خطرناکه پرېکړه کړې او د ښاغلي بېنېټ پر سفر بندیز دې ژر تر ژره لرې شي.

هغه زیاتوي، چې دا پرېکړه کولی شي افغانستان کې د تلپاتې سولې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړو ته تاوان ورسوي.

حنیف اتمر وایي، چې افغانستان ته د بېنېټ په سفر بندیز د افغانانو د بشري حقونو د وضعیت د ښه والي په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه ټولې هېلې نا هیلې کړي او د سترې اندېښنې لامل ګرځي.

ښاغلي اتمر د چهارشنبې په ورځ (د وږي لومړۍ) پر اېکس پاڼې لیکلي: «د ښاغلي ریچارډ بېنېټ ماموریت نړۍوال ملاتړ او مشروعیت لري او له دغه ماموریت سره همکاري د افغانستان د نړۍوالو مسوولیتونو یوه برخه ده، چې باید په هر سیاسي وضعیت او د هر حاکم نظام تر حاکمیت لاندې ورته درناوی وشي.»

ښاغلی اتمر زیاتوي، دا پرېکړه کولې شي افغانستان کې د تلپاتې سولې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړې، په دوحه کې روان سیاسي بهیر او له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې بشردوستانه مرستو ته چې د افغانستان د خلکو مطلق اکثریت د خپل بقا لپاره ورته اړتیا لري، زیان ورسوي.

اتمر دا نامسوولانه کړنه بللې او د دغې کړنې سمدستي لغوه کولو غوښتنه یې کړې.

طا-لبانو په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنېټ په راپور نیوکه کړې او ویلې یې دي، چې بېنېټ افغانستان ته د ننوتلو حق نه لري.

د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: «ښاغلی بېنېټ افغانستان ته له ننوتلو منع شوی دی. هغه ته د افغانستان پر ضد د پروپاګند دنده سپارل شوې وه. هغه داسې څوک نه دی چې موږ پرې باور وکړو.»

اتمر وایي، چې د هېواد اوسنيو واکمنانو يوه ډېره ناسمه او خطرناکه پرېکړه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د هېواد سیاسي او مدني جریانونه به په دې قضیه کې چوپه خوله پاتې نه شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا