اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاست

حنفی: برېښنايي حکومتولي مهمه او ګټوره ده

دید خبرې آژانس: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له لوري د امارتي وزارتونو او ادارو د ساده کولو او یو شان کولو حمایوي پروسې په موخه غونډه پرون د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې په ارګ کې ترسره شوه.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یاد ریاست مشر مفتي شهزاد نور راشد په دغه غونډه کې ویلي چې د دوی ادارې د اسلامي امارت له حاکمیت څخه تر اوسه پورې ۹۳۸ پروسې ساده کړې دي، ۱۰ زره کسانو ته یې په ټول افغانستان کې د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه جوړ کړي او د ازادو سیالیو له لارې یې ۳۱زره او ۲۵کسان استخدام کړي دي.

هغه زیاته کړې، چې د پروسو ساده کولو او یو شان کولو ترڅنګ د ازموینو برېښنايي مرکزونو جوړول ورته لومړیتوب لري، چې د ادارو او مراجعینو په چارو کې به د اسانتیاوو لامل شي.

په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په یاده غونډه کې ویلي چې: (د ساده کولو او یو شان کولو پروسه په ټولو اداري مرحلو کې یو منل شوی اصل دی، که دغه کار عملي نشي، نشو کولای ستراتېژیکې موخې په غوره شکل تطبیق او اقتصادي ودې ته ورسېږو.)

نوموړي زیاته کړې، چې په ځینو ادارو کې ډېرې پېچلې او اوږدې پروسې موجودې دي، چې په جدي ډول ساده کولو ته اړتیا لري او ډېر کله دغه کار د انکشاف او پراختیا په برخه کې د ځنډ او د خلکو د نارضایتۍ لامل ګرځي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړې، چې په همدې اساس اړتیا ده، چې د هېواد د اقتصادي ودې، د بودجې پر ځای لګولو، د پراختیايي پروژو تطبیق، د پانګونې اسانتیاوو، د کاغذ پراني او بیروکراسي لمنځه وړلو، د لګښتونو کمولو او مراجعینو او هېوادوالو ته پر وخت د خدمتونو وړاندې کولو لپاره باید د اسلامي امارت د چارو ادارې د ساده کولو ریاست په هڅو په ټولو ادارو کې د ساده کولو او یو شان کولو پروسې عملي شي او همداراز برېښنايي حکومتولي د چارو لپاره مهمه او ګټوره ده، چې اسلامي امارت یې په ټول توان د هیواد په کچه د عملي کولو په حال کې دی.

هغه همدارنګه د امارتي ادارو له ټولو مسوولینو څخه وغوښتل، چې د دندو ترسره کولو او خدمتونو وړاندې کولو ته جدي پاملرنه ولري او په ادارو کې د کاغذ پراني د له منځه وړلو لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا