اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

حنفي: یوه ښځه د بلې ښځې مخکې د تلاوت اجازه نه لري

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د امربالمعروف وزیر وایي، چې ان یوه بالغه مېرمن اجازه نه لري چې د لمانځه پر مهال یوې بلې بالغې ښځې ته «الحمدالله او سبحان‌الله» ووایي، څه دا چې هغه سندره ووایي. خالد حنفي وایي: «کله چې یوه ښځه د تکبیر او اذان اجازه نه لري نو سندرې او ترانې هم ویلی نه شي.»

د طا-لبانو د امربالمعروف وزرت د شنبې په ورځ (د لړم ۵مه) د خالد د ویناوو یو غږیز فایل خپور کړی، چې په کې وایي دا قانون به په تدریج سره پلي شي.

نوموړي د ښځو پر وړاندې په ځانګړې توګه د ښځو سندرو ویلو ممنوعیت ته په اشارې سره د محدودیتونو د نیوکو په اړه وویل، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو (یوناما) خپل راپورونه یوازې د امربالمعروف کړنو ته ځانګړې کړي دي.

یاد طا-لب چارواکي دغه ټينګار وکړ، چې د امربالمعروف وزارت «زمونږ د خویندو په سر ټیکري واچول چې عزت یې خوندي وي، خو پردي کسان مو خویندې بې عفته او بې حرمته کوي. په همدې دلیل د مشرتابه له خوا د ښځو اړوند یو شپږ ماده ییز فرمان صادر شوی دی.»

د طا-لبانو د امربالمعروف قانون د ښځو غږ عورت ګڼي او دغه راز یې افغان مېرمنې یې له شرعي محرم پرته له ګرځېدو څخه منع کړي دي.

د یادولو ده، چې د طا-لبانو دا قانون له پراخو ملي او نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا