اسلایدشوافغانستانحکومتخبرخواړهدرملروغتیا

حنفي: څوک، د بې کيفيته درمل او خوراکي توکي واردونکي ملي خاين دی

دید خبرې آژانس: په هېواد کې د درمل جوړولو درېيو توليدي کارخونو ته د عامې روغتیا وزارت له لوري د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ښو توليدي کړنو(جي ام پي) تصديق پاڼې ووېشل شوې.

د اسلامی امارت د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په يادو مراسمو کې وويل چې په بهرنيو درملو تکيه کول له افغانستان څخه د اسعارو د وتلو سبب ګرځي او دا له اقتصادي اړخه د هېواد په زيان تمامېږي.

هغه زياته کړه، چې که د هېواد په دننه کې کارخونې معياري درمل توليد کړي دا به په بهرنيو درملو تکيه راکمه او دا مهمه تقاضا به پوره کړي.

ښاغلي برادر د دغو تصديق پاڼو وېش په روغتيايي ډګر کې ښه لاسته راوړنه وبلله.

په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي خبرداری ورکړ، چې د بې کیفیته درملو او خوراکي توکو له واردونکو سره جدي چلند وکړي.

ښاغلي حنفي زیاته کړه؛ هغوئ، چې هېواد ته بې کيفيته درمل او بې کیفیته خوراکي او غير خوراکي توکي واردوي او يا يې توليدوي ملي خاين ګڼل کېږي او د اسلامي امارت له لوري ورته سخته سزا په نظر کې نيول شوې او جدي چلند به ورسره وشي.

هغه وړاندې وویل: (موږ په هېواد کې د بې کيفيته خوړو او درملو مخنيوي ته ژمن يو او چا ته به د بې کيفيته توکو د واردولو، توليد او پلور اجازه ورنکړو).

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي ووویل چې د عامې روغتیا وزارت هېوادوالو ته د معیاري روغتیايي چوپړتیاوو وړاندې کولو په موخه شپه ورځ هڅې کوي.

جلالي د دغو تصدیق پاڼو وېش د هېواد په تاریخ کې په روغتيايي برخه کې د ځان بسیاینې په لور ستر ګام وباله.

د عامې روغتیا وزیر د هغه کارخونو مسوولینو ته چې د ښو توليدي کړنو تصدیق پاڼې یې ترلاسه کړې د مبارکې ترڅنګ له نورو اړوندو کارخونو څخه هم غوښتنه وکړه، چې د سالم رقابت میدان ته را ودانګي او په نړیوالو معیارونو برابر درمل تولید کړي.

د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې د درمل جوړولو د شته ۷۲ کارخونو له ډلې څخه نن ۳ کارخونو(ملي شفاء فارما، سنوو فارما او ټي جي ال) ته د جي ام پي تصديق پاڼې ورکړل شوې.

د عامې روغتیا وزارت تر هر اړخيزو ارزونو وروسته جوته شوې، چې دا درې کارخونې په ټولو نړيوالو معيارونو برابر درمل توليدوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button