اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

حنفي؛ د پخوانیو کارکوونکو ځورول «بې ځایه تبلیغات» دي

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د طا-لبانو سرپرست حکومت د امر امربالمعروف وزیر خالد حنفي له پخوانیو پوځیانو سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل چې له هېواده بهر افغان سرتېري افغانستان ته راوبولي.

هغه د پوځ په ګډون د پخواني حکومت د غړو په ځورولو او وژلو کې د طا-لبانو لاس لرل رد کړل او د نړیوالو بنسټونو راپورونه یې «بې ځایه تبلیغات» وبلل.

د طا-لبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي د دوشنبې په ورځ د پخواني حکومت له یو شمېر جنرالانو، قوماندانانو، افسرانو، رییسانو او چارواکو سره وکتل.

حنفي د طا-لبانو د مشر د عمومي بښنې فرمان ته په اشارې سره ادعا وکړه چې «هیڅوک حق نه لري چې بل څوک ووژني.»

نوموړي د پخوانيو سرتېرو د ځورولو او وژلو پېښو يادونه ونه کړه چې لا هم روانې دي او له هغوى يې وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي.

یوناما د غوايي په میاشت کې په یوه راپور کې وویل، له عمومي بښنې سره، سره طالبانو د پخوانیو حکومتي چارواکو او سرتیرو زنداني کولو، ځورولو او وژلو ته دوام ورکړی.

دغه دفتر د ۱۴۰۲ کال له مرغومي څخه د ۱۴۰۳ کال تر وري پورې، په درېیو میاشتو کې د طا-لبانو له خوا د ۳۸ کسانو د نیولو، ۱۰ تنو د ځورولو او ناوړه چلند او لږ تر لږه د څلورو تنو پخوانیو حکومتي کارکوونکو او پوځیانو بې محاکمې وژنې ثبتې کړې دي.

د طا-لبانو د امربالمعروف وزیر دغه راپورونه د «مغرضو کسانو پروپاګند» او هغه یې «په بشپړه توګه درواغ» بللي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا