حنا رباني کهر د تورخم له پولې څخه لیدنه وکړه
ډید خبري اژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې څخه لیدنه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله مېرمن حنا رباني کهر د تورخم بندر ته سفر کړی دی.
د دغه سفر په ترڅ کې مېرمن کهر د دغې پولې له لارې د خلکو او مالونو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره د اقداماتو په اړه توضیحات ترلاسه کړل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د دې پولې له مسوولینو وغوښتل چې په درنښت او دقت سره د افغانانو د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه د ټرانزیټ سوداګرۍ مدیریت واحد سیسټم (ITTMS) د چټک بشپړولو غوښتنه هم وکړه.
تورخم پولې ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د جګپوړي چارواکي سفر په داسې حال کې کیږي چې په افغانستان کې د طا-لبانو له واکمنۍ وروسته په پاکستان کې ترهګري او ځانمرګي بریدونه زیات شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې افغان چارواکي تل د تورخم پوله د ډيورنډ کرښه بولي او په رسميت نه پېژني.