حمدالله محب په کنړ کې له هغه کوره لیدنه وکړه، چې د پاکستاني ځواکونو په راکټونو کې تخریب شوی وو
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار او ورسره پلاوي یې نن سهار کنړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې په سرکاڼو ولسوالۍ کې له هغه کوره لیدنه وکړه، چې پکښې د پاکستاني پوځ راکټ لګېدلی او خلک پکښې شهیدان او زخمیان شوې ول.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار او ورسره پلاوي یې نن سهار کنړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې په سرکاڼو ولسوالۍ کې له هغه کوره لیدنه وکړه، چې پکښې د پاکستاني پوځ راکټ لګېدلی او خلک پکښې شهیدان او زخمیان شوې ول.
د ملی امنیت شورا دفتر د راپور له مخی، نوموړي په پیل کې د یادې کورنۍ غړو او ددې ولسوالۍ مشرانو سره غم شریکي وکړه، ددې پېښي شهیدانو ته یې فردوس جنت او زخمیانو ته یې د عاجلې شفا دعا وکړه. هغه له ولسونو مننه وکړه، چې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یې په ګډه د دوښمن د شومو اهدافو او پلانونو مخه نیولې او د هیواد د مځکنۍ بشپړتیا لپاره قرباني ورکړې ده.
د ملي امنیت سلاکار په خپلو خبرو کې وویل، چې دوښمن د طالبانو او نورو تروریستي ډلو په مرسته غواړي، چې د ډیورنډ د فرضي کرښې پر دې غاړه پوستې او تاسیسات ایجاد کړي، خو په خبره یې چې دوی باید پوه شي، چې نه یې تاسیساتو جوړولو ته اجازه ورکول کېږي او نه یې راکټي حملې بې ځوابه پاتې کېږي.
هغه له همدې کوره پر طالبانو، په ځانکړې توګه د هغوی پر مشرانو ږغ وکړ، چې د پردیو د ګټو لپاره د خپلو خلکو وژنه ودروي او پر ځای یې له خپلو خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په ګډه د افغانستان د دوښمنانو خلاف مبارزه پیل کړي.
د کنړ د ولسونو استازو او د همدې کورنۍ غړو وویل، چې دوی به د خپل کور، خاورې او خلکو او همداراز د مځکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره خپلو هڅو او سرښندونو ته ادامه ورکوي.