افغانستانروستي خبرونهسیاست

حمدالله محب د المان د دفاع وزارت له مرستیال سره پر دوه اړخیزو اړیکو لیدنه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن په پارلماني چارو کې د المان د دفاع وزارت له مرستیال توماس سایبرهورن سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر بهبود او د افغانستان پر سوله او امنیت خبرې وکړې.

د دید خبری آژانس په رپوت، ډاکټر محب په دې لیدنه کې د افغان ځواکونو په لیکو کې د راغلو اصلاحاتو یادونه وکړه او وویل، چې افغان ځواکونه د هر ډول راتلونکو شرایطو لپاره کامله امادګي لري.
نوموړي زیاته کړه، چې افغان دولت د سولې د مخامخ خبرو او تر هغه وړاندې د تاوتریخوالي د کمښت د یوې اوونۍ لپاره کامله امادګي لري او هیله لري، چي دا پروسه اوږدمهالې اوربند او دایمي سولې ته زمینه مساعده کړي.
په پارلماني چارو کې د المان د دفاع وزارت مرستیال توماس سایبرهورن وویل، چي المان او افغانستان له یوې پېړۍ راهیسي دوستانه اړیکې لري او دا اړیکې به په مختلفو برخو کې تر دې وروسته هم دوام پیدا کوي.
نوموړي یادونه وکړه، چې هیواد یې له افغانستان سره ګډ کار او همکاریو ته لېوالتیا لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا