اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د بندیانو د خلاصون په بدل کې؛

حماس له غزې څخه د اوربند او د اسراییلي رژیم د بشپړ وتلو غوښتنه وکړه

ډید خبري اژانس: د اسرائیلي رژیم او حماس تر منځ د اوربند د رامنځ ته کولو له هڅو وروسته رویټرز خبري آژانس په خپل یوه راپور کې لیکلي، چې حماس اسرائیلو ته د څلور نیم میاشتني اوربند او د اسرائیلو ځواکونه له غزې څخه د بشپړ وتلو په بدل کې د ټولو بندیانو د خوشي کولو وړاندیز کړی دی.

د رویټرز په وینا په دغه وړاندیز شوي پلان کې دا هم ویل شوي چې د اوربند په موده کې به د جګړې د پای ته رسولو او د اسراییلي پوځیانو د وتلو په اړه یوه موافقه وشي.

د حماس دغه وړاندیز د قطر او مصر د منځګړیتوب د هغه پلان په ځواب کې دی چې تېره اوونۍ د امریکا او اسرائیلو له خوا تصویب شو.

د حماس د دې وړاندیز په ځواب کې د تل ابیب د رژیم ۱۳ ټلویزیوني چینل د دغه رژیم د یوه چارواکي له قوله او د نورو جزیاتو له ورکولو پرته لیکلي دي چې د حماس ځینې وړاندیزونه د تل ابیب لپاره د منلو وړ نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د غزې خلک له سختو شرايطو څخه تيريږي او د طبي وسايلو کمښت او د څښاک پاکو اوبو او تغذيې ته نه لاس رسي د بې شميره انديښنو سبب شوي دي.

اړونده مقالې

دکمه بازگشت به بالا