اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب
حقانی کابل کې د ايران له سفير سره کتلي دي
دید خبرې آژانس: د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ایران له سفیر علی رضا بیکدلي سره کتلي.
د ياد وزارت وياند په خپله اکس پاڼه ليکلي، چې په دې کتنه کې ښاغلي حقاني د ایران نوي سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ هیله څرګنده کړې، چې نوموړی به د هېوادونود اړیکو په لاپیاوړتیا کې مثبت او ګټور رول ولوبوي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه په دغه کتنه کابل او تهران ښه ګاونډيان بللي، چې په وينا يې ګڼ تاریخي او کلتوري مشترکات لري.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ايران نوي سفیر په دغه کتنه کې ويلي چې دواړه مسلمان او ګاونډي هېوادونه دي او دواړه هېوادونه اسلامي نظامونه لري او دغه چاره د دې سبب شوې چې دواړه په طبېعي ډول نږدې اړیکې ولري او په وينا يې دا مشترکات د دواړو هېوادونو د پياوړتيا سبب ګرځي.