Uncategorizedاسلایدشوافغانستانحکومتراپور

حقانی: نړۍ دې په ابادۍ کې برخه واخلي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست پکتیا ته د سفر پرمهال وايي نړیوال ټولنې منلې چې افغانستان نور نړۍ ته ګواښ نه دی.

خلیفه سراج الدین حقاني دغه راز د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاتوي نړۍ د افغانستان د کانونو استخراج برخه کې پانګونې ته لېواله ده.

خلیفه سراج الدين حقاني زياتوي چې اوس د دې شرایط برابر دي، چې نړيوال د يو مشروع تعامل له لارې د افغانستان په بيارغونه او پرمختګ کې ونډه واخلي.

خلیفه ښاغلي حقاني و ویل: موږ په مشروع طریقه دوی ته زمینه برابرو چې دلته په افغانستان کې دوی د یوه مشروع تعامل له لارې، د افغانستان په بیا ابادولو کې د افغانستان په بیا پرمختګ کې، دوی له موږ سره یوه تعامل ته رسیږي.

ښاغلي حقاني د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې وايي چې نړيوال د افغانستان د کانونو د استخراج برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

د نوموړي په خبره د قوش تيپې او ټاپې په څېر د سترو ملي او نړيوالو پروژو چارې روانې دي.

هغه زیاته کړه: افغانستان د ځمکې لاندې ډېر غني هېواد دی خو د ځمکې دپاسه ډېر فقیر دی. ددې ځمکې لاندې خزانې به خدای را وباسي ان شالله، دنیا به ورته محتاجه وي.

د طا-لبانو د کورنيو چارو وزارت سرپرست دغه راز ډاډ ورکوي چې پکتيا کې د يو شمېر پروژو لکه د مچلغو بند، ګرديز – پټان سړک او يو شمير ولسواليو ته د برښنا لېږد سربېره ځينې نورې پروژې منظورې شوې او نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button