اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

حقاني پر یووالي او له خلکو سره پر نېک چلند ټينګار وکړ

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي، هېچا ته د دې اجازه نه ورکوي چې، د قومونو ترمنځ رامنځته شوي یووالي ته زیان ورسوي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند د جومات د پرانستلو په مراسمو کې د چا له نوم اخیستو پرته وویل، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د خلکو ترمنځ رامنځته شوی یووالی زیانمن کړي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست، خلیفه سراج‌الدین حقاني و ویل: د نظام پر چارواکو، پر نظام باندې څوک نیوکه کوي، څوک ستونزې جوړوي، د قومونو ترمنځ اختلاف رامنځته کوي دا بیا موږ ته د منلو وړ نه دي.

سراج الدین حقاني له هر ډول اختلافاتو په ډډه کولو په ټینګار سره زیاتوي چې اوس هېواد له کلونو جګړو او ننګونو وروسته متحد شوی او له امنیتي چارواکو یې غوښتي چې له خلکو سره ښه چلند او تعامل وکړي.

ښاغلي حقاني زیاته کړې: ډېر به هڅه کوئ چې له خلکو سره د خاورې سره تعامل وکړئ، خو له ښه چلند سره باید تدبیر ولرئ. تالاشي چې کوئ په خوږه خوله خبرې کوئ، پوښتنه یې کوئ. داسې نه وي چې زه خلیفه یم د کورنیو چارو وزیر زما تالاشي به نه کوئ.

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت سرپرست پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي وو چې په هېواد کې د عمومي عفوې له حکم څخه سرغړونه نه ده شوې او ټینګار یې کړی و چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته د قومونو ترمنځ دښمنۍ هم په دوستۍ بدلې شوې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا