حقاني له کډوالو سره د هېوادونو پر ناسم چلند نیوکه وکړه
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د هېوادونو او ګاونډیو له خوا له افغان کډوالو سره پر ناسم چلند نیوکه کوي.
خليل الرحمن حقاني وايي، افغان کډوال د هېڅ هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او له ګاونډيو هېوادونو يې غوښتي، چې د افغان کډوالو له جبري ایستنې څخه لاس په سر شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وايي: “له ټولو ګاونډیو هېوادونو غواړو چې پر افغان کډوالو رحم وکړي. هره ستونزه چې وي هغه د نړۍوالې ټولنې پورې اړه لري. کډوال د کوم هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه یې کړې ده. کډوالو ته باید وخت ورکړ شي.”
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د خپلو خبرو په یوه برخه کې وایي چې اوس په هېواد کې امنیت تأمین شوی او افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پانګوالو هر کلي ته چمتو دی.
خلیل الرحمن حقاني دغه راز په بهر کې له مېشتو افغان کډوالو، غواړي چې هېواد ته را ستانه شي او د هېواد په ودانولو کې له خپلو ظرفیتونو ګټه واخلي.
ښاغلي حقاني زیاته کړه: “هڅه وکړئ چې خپل هېواد ته را وګرځئ. څومره هم چې په بهر کې ژوند وکړئ، خپل هېواد خپل هېواد دی. د خپل هېواد پر وړاندې مسوولیت لرئ. دا وطن زموږ مورنی او پلارنی وطن دی؛ بېرته راشئ چې جوړ یې کړو.”
دا په داسې حال کې ده چې اوس اوس د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د ۲۸ افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت ویلي چې دغه افغانان د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله په پاکستان کې بندیان وو، چې له خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې هېواد ته راستنیدلي دي.