Uncategorized

حقاني له کابلوف سره کتلي

دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او په کابل کې د هغه هېواد له سفير دميتري ژيرنوف سره کتلي دي.

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره څرګنده کړې، چې دواړو لورو په دغه کتنه کې د افغانستان او سیمې پر امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان په اړه د مسکو وروستي اقدامات ستايلي او دا يې د افغانستان د سیاسي واقعیتونو د منلو لور ته یو مهم ګام بللی دی.

دواړو لورو همدارنګه د ډیپلوماټیکو اړیکو لوړول او د سفارت کچې ته رسول، او د متقابل تعامل، امنیتي او سوداګریزو همکاریو ژمنې وکړې.

د يادونې وړ ده، چې ضمير کابلوف تر دې وړاندې د بهرنيو چارو له وزير مولوي امیرخان متقي سره هم کتنه درلوده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button