اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

حقاني: له نړۍوالو سره د تېر په اړه حساب نه کوو

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني (د زمري ۲۴مې) ورځې د نمانځلو پر مهال د کوم ځانګړي هېواد له نوم یادولو پرته وویل، لکه څنګه چې نړۍوالو د افغانستان «په اشغال» کې همکاري کړې وه، اوس یې فرصت ورته چمتو کړی چې په ودانولو کې دې هم ورسره همکاري وکړي.

د طا-لبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني پر افغانستان د یادې ډلې د واکمنېدو د درېیمې کلیزې په مناسبت د بګرام په هوايي ډګر کې جوړې شوې غونډې ته د خپلې وینا پر مهال وویل، له نړۍوالو سره حساب وکتاب نه کوي؛ خو اوس دې نړۍوال له دغې ډلې سره د افغانستان په پرمختګ کې مرسته او همکاري وکړي.

ښاغلی حقاني وايي:« موږ له نړۍوالو سره حساب او کتاب نه غواړو؛ بلکې یو ښه فرصت مو ورته برابر کړی، چې د افغانستان په ودانولو او پرمختګ کې لکه څنګه چې یې د اشغال پر مهال راسره همکاري کړې وه، همداسې دې په پرمختک کې هم راسره همکاري وکړي.»

همدارنګه نوموړی وايي، د فلسطین خلک دې همت له لاسه نه ورکوي؛ لکه څنګه چې موږ «طا-لبانو» خپلواکي واخیسته د فلسطین خلک به هم دغسې ازادۍ ته ورسېږي.

د حقاني شبکې پر مشر او د طا-لبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني لا هم د امریکا له لوري د لس مېلیونه ډالرو جایزې مسله پر خپل ځای پاتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ سیګار د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، چې پر افغانستان د طا-لبانو له واکمنېدو وروسته امریکا یادې ډلې سره ۲۱ مېلیارده ډالر مرسته کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا