اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

حقاني د روسیې له سفیر سره د امنیتي همکاریو په اړه خبرې کړې دي

ډید خبري اژانس: د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره د امنیتي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست نن ( د کب ۱۵) یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي، چې حقاني د کابل او مسکو ترمنځ د همکاریو پر دوام، د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د لا زیاتو امنیتي همکاریو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

حقاني او په کابل کې د روسیې سفیر په دغه کتنه کې د افغانستان او سیمې پر وضعیت هم خبرې کړې دي.

روسیه د افغانستان وضعیت په منځنۍ اسیا کې د خپلو متحدینو لپاره یو ګواښ ګڼي.

په دې وروستیو کې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي، چې د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې وضعیت لا هم د افغانستان د ګواښونو له امله کړکېچن دی.

هغه ویلي دي چې داعش په مرکزي اسیا کې د افراطي افکارو د خپریدو په لټه کې دی او د ډله ایز امنیت د تړون د سازمان (CSTO) په جنوبي سرحدونو کې تخریبي فعالیتونه ترسره کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا