Uncategorizedاسلایدشوافغانستانامنیت او حوادث

حقاني؛ منظم پوځ او پولیس نه لرو


Warning: Undefined array key "host" in /home/admin/domains/didpress.com/public_html/ps/wp-content/plugins/jannah-optimization/inc/lazyload.php on line 133

Deprecated: strpos(): Passing null to parameter #1 ($haystack) of type string is deprecated in /home/admin/domains/didpress.com/public_html/ps/wp-content/plugins/jannah-optimization/inc/lazyload.php on line 133

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د طا-لبانو سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزير وايي چې د دې ډلې حکومت منظم پوځ او پولیس نه لري، خو په افغانستان کې یې په کمو امکاناتو «داسې امنيت ټینګ کړی، چې مثال یې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نه شته.»

سراج الدین حقاني پرون په پلازمېنه کابل کې د کار ملي کنفرانس ته په ونیا کې دا خبره وکړه.

سراج الدین حقاني که څه هم د چا نوم وا نه خيست خو ویې ویل، چې په همدې کمو امکاناتو يې د «مفسيدينو، مغرضينو او بد خلکو» مخنيوی کړی دی.

په افغانستان کې واک ته د طا-لبانو په رسېدو دغه ډله امنيت خپله تر ټولو لويه لاسته راوړنه بولي، خو د دې سره سره د دې ډلې ان د والي په کچه مشران هم په ځانمرګو بریدونو کې ووژل شول.

دا/عش د دوی لپاره د امنیت ننګولو لوی لامل بلل کېږي، چې پر دوی سربېره د افغانستان اهل تشیع وګړي په نښه کوي.

همدې اندېښنو ته په پام طا-لبانو تېرو ورځو کې د عاشورا په لسمه په افغانستان کې مخابرتي شبکې بندې کړې وې.

په لایو ښارونو کې د شتمنو یا د هغوی د بچیانو تښتول او په ورته پېښو کې د طالب ځواکونو د ښکېلتیا راپورونه د امنیت ټینګولو په برخه کې د طالب چارواکو لپاره بله اندېښنه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button