حسن عباس: حقاني د طا-لبانو عمومي مشریدو پلان لړي
دید خبرې آژانس: “د طا-لبانو بېرته راتګ” کتاب لیکوال حسن عباس وايي، چې د طا-لبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په راتلونکي کې د طا-لبانو د مشر په توګه د ټاکل کېدو په لټه کې دی.
نوموړي ویلي، چې حقاني له پاکستان سره ښې اړیکې لري، خو نه غواړي په دغه هېواد پورې اړونده څېره وپېژندل شي.
حسن عباس د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طا-لبان اوس هم له پاکستان سره تړلي دي، خو دا اړیکي د وخت په تېرېدو کمي شوي دي.
د نوموړي په وينا، په ۹۰مه لسيزه کې پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي امارات طا-لبان په رسميت پېژندلي وو، خو په دې دوره کې طا-لبانو له ازبکستان، چين، روسيې، متحده عربي اماراتو او قطر سره نږدې اړيکې ټينګې کړي دي او په افغانستان کې د ګڼو دیپلوماتانو شتون دا په ډاګه کوي چې طا-لبان نور پاکستان ته اړتیا نه لري.
عباس زیاته کړه، له سیاسي او دیپلوماتیک پلوه پر پاکستان د طا-لبانو انحصار کم شوی، خو له اقتصادي پلوه دا انحصار لا هم پاتې دی؛ ځکه سوداګریز توکي د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته واردېږي او پاکستان هم غواړي چې د سوداګریزو ګټو له امله دغه تعاملات دوامداره وساتي.
هغه وايي: “طا-لبان د پاکستان په اقتصادي کمزورتیا ښه پوهیږي.”
د عباس په وینا، د امنیت او استخباراتو په برخه کې د طا-لبانو او پاکستان ګټې په ټکر کې دي؛ په داسې حال کې چې پخوا طا-لبانو د پاکستان پر استخباراتو تکیه کوله.
هغه څرګنده کړه، چې له پاکستان سره د طا-لبانو اړيکې ورځ په ورځ خړې پړې کېږي، خو پاکستان لا هم له حقاني شبکې او سراج الدين حقاني سره خپلې اړيکې نیږدې او ټينګې ساتلي دي.
عباس د یوې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان په افغانستان کې “ستراتیژیک ژوروالی” ترلاسه کړی، ویبی، چې “دا نظر په پاکستان کې یوه ټوکه ګرځیدلې او دوی وايي، چې دا طا-لبان دي چې په پاکستان کې یې ستراتیژیک ژوروالی ترلاسه کړی دی.”
نوموړي دغه راز دې ته په اشارې سره چې پخوا افغان حکومتونو پاکستان په افغانستان کې د ناامنۍ په پراخولو تورنوه، خو اوس دغه معادله بدله شوې او پاکستان د افغانستان طا-لبان د خپلو وسله والو مخالفینو په ملاتړ تورنوي.
عباس وويل، چې په لومړيو کې پاکستان له ملا يعقوب سره ښې اړيکې درلودې، خو دا اړيکې ورو ورو سړې شوي دي.
تر دې مخکې د طا-لبانو د دفاع وزیر په افغانستان کې د هوايي بریدونو له امله د پاکستان پر ضد تند دریځ نیولی و او پر دغه هېواد یې نیوکې کړې وې.
په امریکا کې د ملي دفاعي پوهنتون دغه استاد له پاکستان سره د سراج الدین حقاني پر اړیکو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «په افغانستان کې د پاکستان ضد فضا ته په کتو سره، حقاني نه غواړي چې په پاکستان پورې اړونده څېره وپېژندل شي. ځکه هغه پلان لري چې په راتلونکي کې د طا-لبانو د عمومي مشر په توګه وپېژندل شي.»
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د طا-لبانو د کابینې ځینې غړي پاکستاني پاسپورټونه لري او ایا دغه کسان د پاکستان پر ضد دریځ نیولی شي، عباس وویل، که څه هم دا خبره سمه ده، خو د طا-لبانو د کابینې هیڅ غړی دا جرات نه لري چې په ښکاره ډول د پاکستان ملاتړ وکړي. ځکه که څوک د پاکستان ملاتړ وکړي، نو د طا-لبانو مشر به یې ژر چوپتیا ته اړ کړي.
ښاغلي عباس زیاته کړه چې پاکستان د طا-لبانو د ملاتړ قیمت ادا کړی او دا ملاتړ د پاکستان له خوا یوه تېروتنه وه.
د دغه پاکستاني لیکوال په وینا، پاکستان اوس د افغانستان له لوبې بهر شوی، ځکه چې اوس قطر، چین، د منځنۍ اسیا هېوادونه او امارات په افغانستان کې لوی قراردادونه ترلاسه کوي.
د هغه په وينا، پاکستان هم د ځینو تګلارو په خپلولو سره هڅه کوي، چې بېرته د افغانستان په مسله کې خپل مخکیني ځای ترلاسه کړي.