اسلایدشوامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

حزب الله پر اسرائیل باندې ۵۰ توغندي توغولي

دید خبرې آژانس: يوشمېر لبناني رسنیو ویلي، چې د لبنان له جنوبي برخې څخه د اسرائیلو پر لور ۵۰ توغندي توغول شوي دي.

د دغو رسنیو د راپورونو له مخې، د دغو برېدونو په ځواب کې د اسرائیلو دفاعي سیسټمونه فعال شوي دي.

په عین حال کې، په منځني ختیځ کې د شخړو د پراخېدو او د اسراییلو او حزب الله ترمنځ د جګړې د وېرې سره، په بیروت کې د متحده ایالاتو سفارت په لبنان کې له امریکایي اتباعو څخه غوښتي چې «د سفر هر ډول شته ټکټونه» چمتو کړي او دا هېواد پریږدي.

د العربيه د راپور پر بنسټ، په لبنان کې د امريكا سفارت اعلان وکړ: «له هغو کسانو څخه چې له لبنان څخه د وتلو اراده لري، غوښتي دي چې هر ډول سفري ټکټونه واخلي؛ آن که الوتنه سمدلاسه نه وي یا دا د دوی غوره شوی لاره نه وي.»

د يادونې وړ ده، چې د غزې په تړانګه کې د تېر کال د اکټوبر په اوومه د اسراييلو او حماس تر منځ د جګړې له پيل راهيسې، حزب الله او اسراييل نږدې هره ورځ په خپلو پولو کې پريوبل ډزې کوي.

دغو ډزو په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې د پیلېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړي او دا اندېښنې روانه اوونۍ په تهران کې د هنيه او د بیروت په جنوبي سیمو کې د فواد شکر تر وژل کېدو وروسته زیاتې شوې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا