اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

حبیب غفران؛ د افغانستان د خبريالانو مرکز زمونږ سره رسمیت نه لري

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو سرپرست حکومت تر واک لاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د افغانستان د خبريالانو مرکز د دوی سره رسميت نه لري.

د طا-لبانو تر کنټرول لاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند حبیب غفران ویلي، د دې ادارې له خوا خپاره شوي شمېرې او راپورونه «بې بنسټه» دي.

هغه زیاته کړې، چې د دغې ادارې راپورونه ناسم او د اعتبار وړ نه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د خبريالانو مرکز د پنجشنبه( د چنګاښ  ٢٨مه) په اعلان وکړ چې د روان زيږديز  کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خبریالانو د گواښ او توقیف اړوند لږ تر لږه ۹۰ پېښې ثبت کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې په ثبت شویو پېښو کې د طا-لبانو لخوا خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته د ګواښ ۶۰ قضيې او د ۲۹ خبریالانو نیول شامل دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز همداراز راپور ورکړی چې طا-لبانو په دې موده کې د ٧ رسنیو د تړلو ګواښ هم کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا