اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

حبيبه سرابي د ملګرو ملتونو بلنه رد کړه

دید خبرې آژانس: په تېر حکومت کې د بامیان ولایت والي حبیبه سرابي ویلي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې به ګډون ونه کړي او دملګرو ملتونو بلنه رد کړه.

اغلې سرابي پر اېکس  لیکلي چې د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره د ملګرو ملتونو بلنه تر لاسه کړې؛ خو په دې غونډه کې ګډون نه کوي.

هغې د دوحې په دریمه غونډه کې د ګډون نه کولو دليل د دې غونډې په اجنډا کې د ښځو او بشري حقونو نه شتون ياد کړى دى.

مېرمن سرابي زیاته کړه چې ملګري ملتونه نه دي توانېدلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک پر بنسټ د افغانستان لپاره د حل لاره ومومي.

د افغانستان دغه نامتو مېرمنه وايي، د دوحې د دریمې غونډې په اجنډا کې باید د ښځو استازي او د مدني ټولنې فعالان شامل وای.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي و، چې طا-لبان به په لومړۍ او دویمه ورځ د هېوادونو او سازمانونو له استازو سره خبرې وکړي.

هغې زیاته کړې، د افغان ښځو او مدني ټولنو استازي او د بشري حقونو فعالان به د غونډې په دريمه ورځ (د اصلي غونډې له پای ته رسېدو وروسته) د یو شمېر هېوادونو له استازو سره وګوري.

ټاکل شوې چې د دوحې دریمه غونډه په راتلونکو څو ساعتونو کې په قطر کې په  سیاسي چارو  کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې په کوربه توب او  څه باندې ۳۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړه شي.

دا غونډه به د دوحې په رتز کارلټون هوټل کې ترسره شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا