اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

حامد کرزی بېرته کابل ته ستون شو

دید خبرې آژانس: د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی نن د سه شنبه په ورځ ماسپښین له جرمني څخه بېرته کابل ته شتون شو.

د غويي د میاشتې په ۳۱ نېټه طا-لبانو د افغانستان پر پخواني ولسمشر کرزي د سفر بندیز لېرې کړ او هغه ته یې بهر ته د تګ اجازه ورکړه.

کرزي په دغه موده کې د خپل ورور قیوم کرزي په جنازه کې د کډون لپاره امریکا ته لاړ او څو ورځې وروسته بېرته جرمني ته ستون شو او هلته یې د جرمني په دوسلدورف ښار کې خپله سترګه عملیات کړه.

څه موده وړاندې باوري سرچینو ویلي وو، چې ښاغلي کرزي غوښتل جرمني ته د سترګو د جراحي عملیاتو لپاره لاړ شي؛ خو طا-لبانو د هغه د سفر مخه ونیوله.

ښاغلي کرزي د طا-لبانو د بندیز له امله، له تېر یوه کال راهیسې بهر ته سفر نه و کړی او وروستی سفر یې هم د تېر لمریز کال په وري میاشت کې برېتانیا ته کړی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا