حاجي ظاهر قدیر: توره بوړه ۷۰ سلنه اوس هم له داعش سره ده
په ولسي جرګه کې، د ننګرهار د خلکو استازی ظاهر قدیر ادعا کوي چې حکومت په توره بوړه کې هېڅ پرمختګ نهدی کړی او په خبرهیې چې اوس هم د تورې بوړې ۷۰ سلنه خاوره د داعش وسلهوالو په ولکه کې ده.
ظاهر قدیر چې د دوشنبې په ورځیې په ولسي جرګه کې څرګندونې کولې، کواښ وکړ که حکومت د دوی خبرو ته پاملرنه ونهکړي، مظاهرې به وکړي، مدني حرکتونه او ورسره به د کابل ننګرهار لویه لار هم د ټرافیکو پر مخ وتړي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی ظاهر قدیر
ښاغلي قدیر زیاته کړه:
“یوه نقطهیې هم پرمختګ نهدی کړی، تاسو خپله قضاوت وکړئ، د دفاع وزیر، د قول اردو قوماندان، والي او د ملي امنیت رئیس وویل چې موږ توره بوړه تصفیه کړې، یوه لوېشت هم مخ ته نهدي تللي، توره بوړه اوس هم۷۰ فیصده د داعش په لاس کې ده.”
ظاهر قدیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څه موده وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت ویلي و چې توره بوړهیې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې له داعش څخه نیولې او د دغو عملیاتو په ترڅ کې یې د ننګرهار ولایت پچیراګام او چپرهار ولسوالۍ له داعش ډلې په بشپړ ډول تصفیه کړې دي.
د یادونې ده چې د افغان ځواکونو لهخوا له داعش وسلهوالو څخه د تورې بوړې تر نیونې وروسته د ننګرهار والي ګلاب منګل او په خپله ظاهر قدیر هم تورې بوړې ته تللي وو، خو ویل کېږي چې ښاغلي قدیر همغه مهال هم ادعا لرله چې توره بوړه او شااوخوا کلي یې به بشپړ ډول له داعش وسلهوالو نهدي تصفیه شوي.
په ورته وخت کې، د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې توره بوړه د افغان ځواکونو په لاس کې ده او هر ځای چې وسلهوال مخالفین سر پورته کړي، دوی بهیې وځپي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
ښاغلي وزیري وویل:
توره بوړه زموږ په لاس کې ده، اوس هم په توره بوړه کې زموږ قوتونه، زموږ عسکر، زموږ جوزوتامونه پراته دي.”
بلخوا بیا د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستانی وایي، په دې وروستیو کې پاکستاني پوځیانو د ډیورند کرښې په اوږدو کې عملیات کړي او په خبرهیې، راوښتي داعیشان اوس هڅه کوي چې د تورې بوړې ستراتېژکه سیمه بېرته ونیسي.
راپور: سباوون کاکړ-آزادۍ راډیو