اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

جې شنکر: د چابهار بندر په اړه مې له ایراني چارواکو سره رغنده خبرې وکړې

دید خبری اژانس: د هند د بهرنیو چارو وزیر تهران ته د خپل سفر په ترڅ کښې د ایران د سړکونو او ښار جوړونې له وزیر او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل او د علاقې وړ مسایلو په هکله یې د نظر تبادله وکړه.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اس. جی شنکر چې پرون یې ایران ته خپل سفر پیل کړ، نن دوشنبه (د جدی ۲۵مه) په خپل اکاونټ کې لیکلي چې د چابهار بندر په اړه یې د دغه هېواد د سړکونو او ښار جوړونې له وزیر سره مفصلې او رغنده خبرې کړې دي.

جی‌شنکر لیکلي: ما په تهران کې د سړکونو او ښار جوړونې له وزیر مهرداد بذرپاش سره په کتنه کې خپلې خبرې اترې پیل کړې.

هغه زیاته کړه: ما د چابهار بندر په اړه د اوږدمهاله همکاریو د چوکاټ د جوړولو په اړه مفصل او رغنده خبرې وکړې.

د هند د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې د شمال-جنوب نړیوال ترانسپورت دهلیز په اړه یې هم د نظر تبادله کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیر نن له غرمې مخکې له خپل ایراني سیال امیر عبداللهیان سره هم وکتل.

دوه اړخیز، سیمه ییز او نړیوال مسایل د بحث وړ موضوعاتو کې شامل دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا