اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

جېسوال:غواړو له افغانانو سره خپلې اوږدمهاله اړیکې پیاوړې کړو

دید خبرې آژانس: د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جېسوال وایي، دغه هېواد هڅه کوي چې د افغانستان له خلکو سره د بشري او پراختیایي همکاریو پر بنسټ تعامل ته دوام ورکړي.

رندهیر جېسوال په یوه خبري غونډه کې هندي چارواکو سره د اسلامي امارت د چارواکو کتنو په ځانګړې توګه متحده عربي اماراتو کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست، امیرخان متقي سره د هند بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کتنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، دا یې د افغانستان له سرپرست حکومت سره په لوړه کچه تعامل دی او زیاته کړې یې ده چې موخه یې له افغانانو سره د اوږدمهاله اړیکو پیاوړتیا ده.

امیرخان متقي متحده عربي اماراتو کې د هند بهرنیو وزارت له مرستیال ویکرم مصري سره کتنه کې پر بشري مرستو، دوه اړخیزو مسایلو او د سیمې پر امنیت خبرې کړې وې.

جېسوال د هند کرېکټ په غوره لیګ کې د افغان لوبغاړو لوبېدو ته په اشارې زیاته کړې چې، هند دغه راز د ورزش په برخه کې هم له افغانستان سره د اړیکو پراختیا غواړي.

جېسوال ویلي: « موږ دغه راز غواړو چې د ورزش په برخه کې هم ډېر څه وکړو، تاسو به لیدلې وي چې، ډېر شمېر افغان لوبغاړي دلته په ای پي ال (هند غوره لیګ) کې لوبیږي او د ګریټر نویډا کرېکټ لوبغالی هم افغانستان ته ځانګړی شوی دی. دا ټولې هغه برخې دي چې، موږ غواړو خپلې اړیکې پکې پیاوړې کړو.»

سږ کال د هند غوره لیګ په سیالیو کې راشد خان، رحمان الله ګربز، نور احمد لکڼوال، عظمت الله عمرزی، کریم جنت، فضل الحق فاروقي او الله محمد غضنفر د بېلابېلو لوبډلو لپاره لوبیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا