اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

جورجت ګانیون د یوناما د سیاسي مرستیالې په توګه وټاکل شوه

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش کاناډایي جورجت ګانیون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د سیاسي مرستیالې په توګه وټاکله.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې ګانیون به  د آلمان د مارکس پوتزل ځای ناستې شي.

هغه ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د یوناما له ماموریت څخه د ملاتړ په برخه کې د ښاغلي پوتزل د اختصاصي خدمتونو ستاینه وکړه.

آغلې ګانیون د سولې جوړونې پروسې د ملاتړ  او د بشري حقونو په برخو کې د ستراتیژیکو نوښتونو رهبرۍ، بشردوستانه فعالیتونه او د جګړې او د جګړې وروسته چاپیریال کې پرمختګ په برخه کې د ٢٨ کلونو څخه ډېر کار کړی.

ګانيون تر دې وړاندې د ليبيا لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د مرستيالې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا