اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

جوبایډن د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان یادونه ونه کړه

دید خبری اژانس وایی د امریکا ولسمشر جوبایډن د ملګروملتونو عمومی اسمبلۍ ته په خپله وینا کښې د جنسیت نابرابرۍ او له بشری حقوقو څخه د سرغړونې یادونه وکړه خو د افغانستان یادونه یې ونه کړه.

د امریکا ولسمشر د سه شنبې په ورځ (۲۸ ثور) د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۷۸ مه غونډه کې پر روسیې برید وکړ، د اوکراین دفاع یې وکړه، خو د افغانستان یادونه یې ونه کړه.

د امریکا ولسمشر په دې ځای کې چې د ښځو د حقونو د سرغړونې او د جنسیتي نابرابرۍ خبره کړې، د څو هېوادونو او د هغو هېوادونو د پلازمینې یادونه یې وکړه چې په کې یې د جنسیتي نابرابرۍ په اړه انتقادونه کول، خو افغانستان یې هېر کړ.

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښځې پکې د زده کړې او کار کولو حق نه لري او تقریباً له عامه ژوند څخه بې برخې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله په داسې حال کې جوړه شوې، چې په دې جرګه کې د افغانستان څوکۍ خالي ده او په دې غونډه کې د افغانستان استازیتوب څوک نه کوي.

د افغانستان د تېر حکومت ډیپلومات نصیر احمد فایق چې لا هم په دغه سازمان کې د افغانستان د استازیتوب دنده پر غاړه لري، د سه شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې حاضر نه وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا