اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس غني د هند ملي امنیت سلاکار سره وکتل

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د هند ملي امنیت سلاکار اجیت دوول سره په ارګ کې وکتل.

د ارگ د راپور له مخی، په دې کتنه کې، د ترورېزم پر ضد د مبارزې او له سولې د ملاتړ لپاره د سیمه ییزې اجماع جوړولو په برخو کې د همکاریو پر څرنګوالي بحث وشو.
جمهوررئیس وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په افغانستان کې د ثبات ضمانت کوونکي او له سیمه ییز او نړیوال تروریزم سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې واقع دي.
هغه زیاته کړه، هند او افغانستان له ناټو او امریکا سره د ګډو هڅو له لارې کولی شي له ترورېزم سره په مبارزه کې بریالیتوب ته ورسېږي.
د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوول وویل، هیواد یې له افغانستان سره د همکاریو د دوام غوښتونکی دی او تیار دی چې پر ګډو ګټو خبرو ته دوام ورکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا