افغانستانروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس غني:

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني او د پاکستان اسلامي جمهوریت لومړي وزیر عمران خان نن ماسپښین په داسې حال کې چې د دواړو هیوادونو لوړ پوړیو پلاویو هم حضور درلود، د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره او د جمهوري ریاست دواړو مرستیالانو هم په کې حضور درلود، لومړی جمهوررئیس غني عمران خان او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او هیله یې وښوده چې دغه سفر د راتلونکو سفرونو د پیل او د دواړو هیوادونو د خلکو او ملتونو ترمنځ د مناسباتو د لا زیاتې پراختیا لامل شي.
هغه زیاته کړه، افغانستان او پاکستان نه یوازې تاریخي مشترکات لري، بلکې ګډه راتلونکې لري او زموږ راتلونکی لرلید هماغه د سیمه ییز اتصال او همکاریو هیله ده چې زموږ د خلکو د وضعیت ښه والي لپاره مهمه ده او دا بايد زموږ د مناسباتو اساس جوړ کړي.
جمهوررئیس وویل، دغه سفر، یو تاریخي سفر دی او هیله لرم چې د اقتصادي همکاریو او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د نورو مثبتو هڅو د پیاوړتیا لامل شي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، دغه تاریخي سفر به داسې فرصتونه رامنځته کړي چې پر تېر بریالي شو او باید دواړه هیوادونه هڅه وکړي چې دغه فرصتونه ضایع نشي.
جمهوررئیس غني د عمران خان د دریځ چې تل یې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام څخه ملاتړ کړی او دا چې پاکستان هڅه کوي ترڅو له موږ سره د سولې پروسه کې همکاري وکړي، مننه وکړه.
همداراز جمهوررئیس وویل، د دواړو هیوادونو لپاره په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د منلو وړ نه دی او د طالبانو تاوتریخوالی باید پایته ورسېږي او د دې ستونزې د حل یوازینۍ لار، سیاسي تګلاره ده چې باید پرمخ یوړل شي. زموږ او د پاکستان خلک له ترورېزم او بېوزلۍ څخه زیات زیانمن شوي دي او له یو بل سره کولی شو په دې برخه کې بدلون رامنځته کړو.
جمهوررئیس غني وویل، دواړه لوري باید د سوداګرۍ پراختیا او د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو پر اساس د ستراتېژیک لیدلوري په پیاوړتیا کار وکړي.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ باید د سیاسي او اقتصادي پراختیا ستر لیدلوری ولرو او ګواښونو ته په پام، فرصتونه له لاسه ورنکړو، په افغانستان کې سوله او ثبات به د پاکستان د اقتصادي پیاوړتیا لامل شي.
په دغه کتنه کې د پاکستان لومړي وزیر وویل: زیات خوشحاله یم افغانستان ته چې له کلونو مې د دغه هیواد د سفر هیله لرله، راغلم. او هیله لرم د وروستیو څو لسيزو تاوتریخوالی چې د افغانستان پر خلکو یې زیات غمونه راوستي، پایته ورسېږي.
هغه زیاته کړه، په افغانستان کې سوله او ثبات د دواړو هیوادونو په ګټه دی او روان تاوتریخوالی د منلو نه دی. غواړم ووایم، موږ په افغانستان کې د تاوتریخوالي په موجودیت کې زیات ناراحته او اغېزمنېږو.
د پاکستان لومړي وزیر څرګنده کړه، موږ غواړو مثبت رول ولوبو او د داسې شرایطو غوښتونکي یوو چې په کې د دواړو هیوادونو په اړیکو کې ناوړه شک موجود نه وي.
عمران خان وویل، موږ خپله وروستۍ هڅه کوو چې تاوتریخوالی کم شي. زموږ هیواد هم له جنګ څخه ډېر زیان لیدلی دی، د سیمې د وضعیت لپاره غوره ده چې په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شي.
نوموړي زیاته کړه، موږ د پاکستان او افغانستان د پلاویو ترمنځ له وروستیو خبرو راضي یوو او د دواړو هیوادونو لیدلوری د اقتصادي همکاریو پراختیا ده. د دواړو هیوادونو اړیکې باید په شفاف ډول پراخې شي، ګډې کمېټې د ایجاد په حال کې دي او د همکاریو د لازیاتې پیاوړتېا په اړه به کار وکړي.
عمران خان د خپلو خبرو په پای کې جمهوررئیس غني ته پاکستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا