اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاست

جلالي د چین سفیر سره وکتل؛ د چین پر دوامداره همکاریو خبرې وشوې

دید خبرې آژانس: د ا.ا د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي، په کابل کې د چین له سفیر «ژاو شېنګ» سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او په روغتیايي برخه کې پر دوامداره همکاریو خبرې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې، مولوي نور جلال جلالي د افغانستان او چين ترمنځ دوامداره اړیکې اړینې بللې او د دغه هېواد له سفیر څخه یې د کندهار میرویس سیمه ییز روغتون ودانۍ د بیارغولو، د خدماتو پراختیا، سنتي طب او راډیولوژي په برخو کې د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او ساري ناروغیو پېښو ته د رسېدنې په موخه د وسایلو، درملو او واکسین برابرېدو په برخو کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې ده.

دغه راز، په کابل کې د چین سفیر د خپل هېواد د همکاریو د دوام ژمنه کړې او د میرویس سیمه ییز روغتون د بیارغونې، روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د سنتي طب او طبي وسایلو په برخو کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا