اسلایدشوافغانستانحکومتخبردرملروغتیا

جلالي د بغلان او بادغيس له واليانو سره وکتل

دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د بغلان له والي مولوي عبدالرحمن حقاني او د بادغيس له والي حافظ محمد امين جان عمري سره په جلا جلا توګه کتلي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې، بغلان کې د نويو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو، د با کیفیته روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو او پراختیا اړوند خبرې شوې دي.

د بغلان والي، په دغه ولایت کې د نویو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو، ځینو روغتیايي مرکزونو ته د ارتقاء ورکولو او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي او پراختیا غوښتنه کړې ده.

د عامې روغتیا وزیر، په یاد ولایت کې د نویو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي ډاډ ورکړی دی.

د يو بل خبر له مخې؛ د عامې روغتیا وزير، د بادغیس له والي سره کتنه کې، په دغه ولایت کې د روغتیایي خدماتو پر کیفیت ، د ولسونو اړتیاوو، د نويو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو، د خدماتو پر پراختیا او د عمومي روغتونو د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button