دید خبرې آژانس: د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي د اسلامي امارت د غړو تر منځ اختلافونه رد کړل.

ښاغلي جلالي په کابل کې په یوې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت د چارواکو ترمنځ هېڅ ستونزه او اختلاف نشته او هر چارواکی د خپلو دندو ترسره کولو ته ژمن دی.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي:«هېڅ اختلاف نشته، هر یو مسوول خپل کار ته دومره ژمن دی، دومره متوجه دی چې د افغانستان په تاریخ کې یې زه هېڅ ساری نهوینم.»
پوښتنه دا ده، چې د چارواکو ترمنځ یووالی او د اختلافاتو نشتوالی څومره کولای شي د هېواد په ګټه وي او د نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو د ټینګېدو لامل شي؟
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د سرپرست حکومت ځینو چارواکو د اسلامي امارت د غړو ترمنځ د اختلافونو شتوالی رد کړی و.