جلالي د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ روغتیايي اړیکې مهمې وبللې
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي، په کابل کې د ازبیکستان له سفیر اویبیک عثمانوف او مل پلاوي سره کتلي دي.

د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې، افغانستان ته له ازبکستان څخه د درملو او طبي توکو د واردولو، د روغتیا په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ او د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په اړه خبرې شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، له ازبکستان سره د روغتیا په برخه کې دوه اړخیزې اړیکې مهمې بللې او ویلي یې دي:”موږ د افغانستان د روغتیایي برخې پیاوړتیا لپاره د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړولو، باکیفیته درملو او عصري طبي تجهیزاتو ته اړتیا لرو چې د دوه اړخیزو ښو اړیکو او همکاریو پر اساس کولای شو دې برخه کې پرمختګ ترسره او ناروغانو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړو”.
د مولوي جلالي په وینا، هغه درمل چې له ازبکستان او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته واردېږي؛ باید اقلام او شرکتونه یې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو په معینیت کې ثبت او راجسټر شي.
د کتنې په پای کې، ازبکستاني پلاوي هم د روغتیا په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې او د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړلو او باکیفیته درملو صادرولو په برخه کې د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې ده.