اسلایدشوافغانستانحکومتخبردرملروغتیا

جلالي، هېوادوالو ته د ښو او معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینکار وکړ

دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د ۳۴ ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره په ناسته کې؛ هېوادوالو ته د ښو او معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینکار کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ مولوي جلالي په دې ناسته کې هېوادوالو ته د ښو او معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینکار کړی او ولایتي رئیسانو ته یې سپارښتنې کړې، چې د خوړو او درملو کیفیت، د تطبیق کوونکو مؤسسو له خدمتونو څخه نظارت او د وزارت له کړنلارې سره سم د اړینو خدمتونو وړاندې کولو ته پاملرنه وکړي.

ولایتي رئیسانو هم هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو ژمنه کړې او د روغتیايي خدمتونو د ښه والي اړوند یې خپل وړاندیزونه شریک کړي، چې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ له لوري ورته د رسېدنې او همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button