اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

جعفر مهدوی:د نجونو تعلیم مسله په جګړه او پر طا-لبانو باندې د بندیزونو په لګولو نه حلېږي

دید خبرې آژانس: په پخوانۍ ولسي جرګه کې د خلکو استازی او د طا-لبانو ملاتړی جعفر مهدوي په کابل کې د دوحې ناستې په تړاو ویلي، د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونو د خلاصولو مسایل کېدای شي د طا-لبانو سره د تعامل له لا ې حل شي؛ نه د جګړې او بندیزونو له لارې.

هغه ویلي، د طا-لبانو له‌خوا په اوږدمهال کې د خلکو د غوښتنو پوره کول به د جګړې لامل شي.

د ولسي جرګې دغه استازی چې د کابل تر سقوط وروسته په افغانستان کې پاتې شو، د دغې ډلې یو له جدي ملاتړو څخه دی؛ هغه پخوا د طا-لبانو نیوکه کوونکی هم پاتې شوی دی.

مهدوي د دوحې ناستې په اړه په خپل یو بیان کې ویلي، د طا-لبانو له درې کلنې واکمنۍ سره د افغانستان د خلکو برخلیک تړل شوی دی او د خلکو د ژوند د شرایطو ښه‌والی په ټولنیزو، ښوونیزو او امنیتي برخو کې د طا-لبانو د ظرفیت په لوړولو پورې اړه لري.

ښاغلي مهدوي خبرداری ورکړی، چې «په دغو برخو کې د طا-لبانو ناکامي به په لنډ مهال کې پر ولس فشارونه زیات کړي او په اوږدمهال کې به افغانستان د جګړې، ګډوډۍ، بربادۍ او د هېواد د حیاتي بنسټونو د ړنګېدو لامل شي.»

د پخوانۍ ولسي جرګې دغه استازي په خپل بیان کې د طالبانو رژیم یو مسووله حکومت بللی او په دوحې ناسته کې یې د دغې ډلې د استازو ګډون یو بریالیتوب یاد کړی.

ښاغلي مهدوي د دوحې لومړۍ او دویمه ناسته چې په کې طالبانو برخه نه لرله، ناکامې یادې کړې دي.

سره له دې چې د بشري حقونو فعالانو، د بشري حقونو سازمانونو او د افغانستان په قضیه کې د ښکېلو هېوادونو استازو د دوحې په درېیمه ناسته کې د ښځو او مدني ټولنو د استازو پر نه ګډون نیوکې کړې او ډېریو ښځو ورسره پرېکون اعلان کړ؛ خو ښاغلي مهدوي په خپل بیان کې لیکلي: «د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانېستل او د خلکو د اقتصادی ستنو د پیاوړتیا لپاره باید له زغمو خبرو اترو او تدبیر نه کار واخیستل شي، خو په جګړو، د یو بل په نفې کولو او بندیزونو دغه شان مسلې نه شي حل کېدلای.»

خو دا هغه څه دي، چې ګڼ خلک یې له ښاغلي مهدوي سره نه مني، ځکه ګڼ افغانان وايي د افغانستان نیمايي نفوس د درېیو کالو څخه له لیک لوسته منعه کول، هغه ستر زیان دی چې جبرانول یې کېدای شي ډېرو کلونو ته اړتیا ولري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا