اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

جرمنی: شړل شوي افغانان تر پنځو کلونو جرمني ته نشي را ستنېدای

دید خبرې آژانس: د جرمني د راینلنډ فالڅ ایالت چارواکي وايي، افغانستان ته ۲۸ تنه اخراج شوي افغان کډوال تر پنځو کلونو پورې بېرته نه شي را ستنېدای.

جرمني د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې ۲۸ تنه افغانان چې په بېلابېلو جرمونو تورن پېژندل شوي وو، په یوه چارټر الوتکه کې کابل ته واستول.

د یاد ایالت د ادغام د چارو وزیرې او د زرغون ګوند غړې کاترینا بینز د جرمني ډیموکراټ مسیحي ګوند (سي‌ډي‌یو) څیړنیزې پارلماني ډلې د پوښتنو په ځواب کې وویل، چې د اخراج بهیر د یوې برخې په توګه پر دغو کسانو تر پنځو کلونو پورې د اقامت او بیرته راتګ بندیز پلی شوی.

دغه کسان د جرمني له بادن-ورتمبرګ، بایرن، برلین، هیسن، میکلینبورګ-فورپومرن، نیدرزاکسن، نوردراین-وستفالن، راینلنډ-فالڅ، زاکسن، زاکسن-انهالت او تورینګن ایالتونو نه د لیپزیګ زندان ته را غونډ شول او وروسته افغانستان ته واستول شول.

دا د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته لومړی ځل و، چې برلین افغان وګړي له خپل هېواده واېستل.

د جرمني د ډي پي اې اژانس د رپوټ له مخې، کاترینا بینز ددغه اخراج هرکلی کړی او ویې ویل، « څوک چې د ملاتړ وړ دي، هغوی به مرستې ترلاسه کړي، خو څوک چې جدي جنایتونه کوي، زموږ په ټولنه کې ځای نه لري».

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا