اسلایدشوافغانستانحکومتسیاستمهم مطالبنړۍګزارش

جرمني له ا.ا سره د تعامل د ارزونې په حال کې دی

دید خبرې آژانس: د جرمني د استخباراتي سازمان رییس برونو کال له یوې جرمنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې دغه سازمان د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل د رامنځته کېدو پر څرنګوالي کار کوي.

د برونو کال په وینا، دوی له افغانستانه داسې معلومات راټولوي، چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل د څرنګوالي په تړاو د دغه حکومت له پرېکړې سره مرسته کوي.

د جرمني د استخباراتي سازمان رییس په دې هکله ویلي:«موږ د یوې استخباراتي ادارې په توګه باید مهم معلومات راټول کړو، څو فدرالي حکومت مناسبې پرېکړې وکړي. دا هماغه کار دی، چې موږ یې د نړۍ له دې برخې، یعنې افغانستان سره هم کوو. وروسته بیا فدرالي حکومت باید پرېکړه وکړي، چې له اوسنيو واکمنو سره څنګه تعامل یا چلند ولرو.»

سرپرست حکومت هم، جرمني له هغو هېوادونو ګڼي، چې له افغانستان سره یې اوږدمهالې اړیکې لرلې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، د افغانستان سرپرست حکومت د جرمني په ګډون، له ټولو هېوادونو سره د متقابلو ګټو پر بنسټ د ښو اړیکو پلوی دی.

ښاغلی فطرت زیاتوي:«افغانستان له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، له دې ډلې جرمني له افغانستان سره له پخوا تاریخي ښې اړیکې لرلې دي. افغانستان غواړي هغه اړیکې له جرمني سره ولري. د ښه تعامل په چوکاټ کې دواړه هېوادونه د خپلو خلکو ګټې خوندي کړي.»

د جرمني د استخباراتي سازمان رییس دغه څرګندونې داسې مهال کړي، چې تر دې وړاندې د دغه هېواد ځينو سیاستوالو وړاندیز کړی و، چې برلین باید په جرمني کې د مېشتو افغان کډوالو په تړاو له اوسني حکومت سره مستقیمې خبرې وکړي.

اخوا، ټاکل شوې ده، چې د روانې زېږدیزې میاشتې تر پایه د جرمني نوی حکومت جوړ شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا