جرمني سیاستوال افغانستان ته د نورو مجرمو افغانانو د شړلو وړاندیز کوي
دید خبرې آژانس: د جرمني د براندنبرګ ایالت د کورنیو چارو وزیره کاترین لانګه وایي چې مجرم کسان باید زر بېرته افغانستان ته واستول شي.
لانګه وویل، « که چېرې افغانستان ته الوتنې کیږي، نو دا باید ممکن شي. فدرالي حکومت باید دا پروسه په دوامداره توګه پر مخ یوسي. څه شی په دې کې خنډ دی؟».
هغه همداراز غواړي چې په براندنبرګ ایالت کې د پناه غوښتونکو د شړلو مرکزونو لپاره ممکن ځایونه و ارزوي.
د جرمني د خبري اژانس د رپوټ له مخې، دغه ډول ګډ استوګنځایونه د دې لپاره جوړ شوي چې رد شوي کسان له شړلو څخه ځان ونه غړوي.
جرمني د اګست په پای کې افغانستان ته د اخراج لړۍ بېرته پیل کړه.
لانګ افغانستان او سوریې ته د اخراج له عمومي بندیزونو سره مخالت کوي او وايي، « موږ بیړنۍ حل لارې ته اړتیا لرو چې فدرالي حکومت یې وړاندې کړي».
لانګ د دې چارې لپاره په ملي کچه هڅې کوي. هغې زیاته کړه، «دا نور هیڅوک نه مني چې ځینې وختونه موږ حتا مجرمان هم نه شو شړلی او زه به دا نور هیچا ته تشریح نه کړم. په پراګنیتز سیمه کې هېڅوک دا نه مني».
د شړلو مرکزونو جوړول
لانګ د شړلو مرکزونو د جوړولو ملاتړ وکړ او دایې اړتیا وړ او اغیزناک وبلل. هغې وویل، « په دغو مرکزونو کې به هغه کسان چې باید وشړل شي استوګن شي، څو له پناه اخیستلو یې ډډه وشي».
هغې د کستین-کیټز د اوډر ټاپو په اړه اندیښنې څرګندې کړې او ویې ویل، « زه اوس ډاډه نه یم چې دا واقعاً ښه نظر دی». هغه پلان لري چې دغه ځای له نږدې وګوري، خو وايي، چې په براندنبرګ کې نور ځایونه هم شته چې مناسب ګڼل کېدای شي.
۴۵۰۰ کسان باید وشړل شي
په براندنبرګ کې شاوخوا ۴۵۰۰ کسان د اخراج لپاره په شرایطو برابر دي. د دغو کسانو نیمایي یې په لنډ وخت کې د شړلو وړ دي، خو نور یې د اسنادو د نشتوالي په څېر ستونزې لري یا د روسیې په څېر له هغو هېوادونو راغلي چې اوس یې ور شړل ممکن نه دي.
د روان کال د ډسمبر تر ۱۷مې پورې ۹۱۲ کسانو براندنبرګ پرېیښی دی. د وزارت د معلوماتو له مخې، له دې ډلې ۶۸۱ کسان په خپله خوښه تللي او ۲۳۱ شړل شوي دي. دا شمېر د تېر کال په پرتله زیات شوی.
په ۲۰۲۳ کال کې ۷۷۹ کسانو براندنبرګ پرېښود، چې له دې ډلې ۵۰۷ په خپله خوښه تللي او ۲۷۲ شړل شوي وو.
داېف ډي پي ګوند رییس کریستیان لیندینر د سوریایي کډوالو په اړه جدي دریځ لري او وايي، چې هغوی باید خپل هېواد ته واستول شي.
نوموړی وايي، هغه کسان چې د سوریې د کورنۍ جګړې له امله جرمني ته راغلي، باید بیرته خپل هېواد ته ستانه شي.
هغه زیاته کړه چې پاتې کېدونکي کسان باید مشخص معیارونه پوره کړي، لکه د کار له لارې ځان بسیاینه، پاک جنایي ریکارډ، او د ډیموکراتیکو ارزښتونو منل.
په جرمني کې شاوخوا ۹۷۵ زره سوریایان ژوند کوي، چې ډېری یې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د کورنۍ جګړې له امله ورغلي. له دې ډلې، ۳۰۰ زره کسانو ته فرعي خوندیتوب ورکړل شوی.