اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهمهم مطالب

جاپان ژمنه کړې چې له نړۍ سره به د طا-لبانو اړیکې عادي کړي

ډید خبري اژانس: راپورونه وايي چې د جاپان سفیر له طالب چارواکو سره د لیدنې پر مهال له نړۍ سره د خپلو اړیکو د عادي کولو ژمنه کړې ده.

په افغانستان کې د جاپان سفیر، تاکاشي اوکادا، د خپل الوداع سفر په ترڅ کې په هرات کې له وروستۍ زلزلې وروسته له نړیوالې ټولنې سره د طا-لبانو او نری د اړیکو د پراخولو او د بشري مرستو په رسولو کې د جاپان پر هڅو ټینګار وکړ.

جاپان د جمهوریت له سقوط وروسته له افغانستان سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت ویره لري چې «په افغانستان کې د هڅو ودرول به یقینا دا هیواد د ترهګرۍ په مرکز بدل کړي».

په دې غونډه کې د اوکادا څرګندونې له افغانستان سره د اړیکو د عادي کولو او د دغه هېواد د مشروع واکمنانو په توګه د طا-لبانو د پېژندلو په برخه کې د جاپان د پراخو ګامونو څرګندونه کوي.

په افغانستان کې د جاپان نوی سفیر تاکایوشي کورمایا په پام کې لري چې د طا-لبانو او نری ترمنځ د اړیکو د پراخولو او بالاخره په نړیواله کچه د رسمیت د ترلاسه کولو لپاره هڅو ته دوام ورکړي ځکه چې هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو ژمنه کړې ده.

باید وویل شي، چې په افغانستان کې د طا-لبانو له دوه کلنې واکمنۍ وروسته هیڅ هیواد چمتو نه دی، چې هغوی په رسمیت وپیژني.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا