اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنهګزارش

جاوید کوهستاني دی ژر تر ژره خوشې شي

دید خبرې آژانس: په پاکستان کې مېشتې د فانوس ازادي د ښځو غورځنک معترضو غړو ویلي، چې د طا-لبانو له بنده د جاوید کوهستاني د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتونکې دي.

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د سیاسي چارو شنونکي جاوید کوهستاني د نیونې په تړاو چې کورنۍ یې له برخلیکه بې خبره ده اندېښمنې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلی کوهستاني د زړه ناروغي لري او د خپلې روغتیا لپاره دارو، درملو ته اړتیا لري.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د اړتیا وړ روغتیایي درملنې ته د نوموړي نه لاسرسی او په زندان کې غیرانساني وضعیت د هغه روغتیا ته به نه جبرانېدونکې پایلې ولري.

د خبرپاڼې له مخې، دغه وضعیت نه یوازې له انساني حقونو سرغړونه ده؛ بلکې په افغانستان کې د بشري حقونو او د سیاسي بندیانو وضعیت ته د نه پاملرنې ښکارندویي کوي.

دوی له نړۍوالې ټولنې، د بشري حقونو سازمانونو او له نړۍوالو بنسټونو غوښتنه کړې، چې دغې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي او د ښاغلي کوهستاني د خوشې کېدو په برخه کې دې لازم ګامونه واخلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا