اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهاجرتمهم مطالبګزارش

جان رټکلیف د امریکا د سي آی ای نوي مشر شوه

دید خبرې آژانس: د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون (سه شنبه، لړم ۲۲) اعلان وکړ چې جان رټکلیف چې پخوا په متحده ایالاتو کې د ده د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د ملي استخباراتو مشر و د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي آې ای) ، د نوي مشر په توګه معرفي کړه.

د رویټرز په وینا، دا پریکړه د امریکا د امنیت په مرکز کې د ښاغلي رټکلیف د وروستیو فعالیتونو او د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د ملي امنیت د پالیسیو په اړه ټرمپ ته د مشورې ورکولو وروسته شوې ده.

ډونالډ ټرمپ په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې هغه تمه لري چې جان رټکلیف به لومړی کس وي چې د هیواد په دواړو لوړ پوړو استخباراتي پوسټونو کې خدمت کوي او زیاته کړې يې ده چې هغه «د امریکایانو د اساسی حقونو لپاره نه ډارېدونکی جنګیالی دی.»

ښاغلی رټکلیف، چې مخکې د کانګرېس غړی و، په ۲۰۲۰ کې د ملي استخباراتو رییس په توګه وټاکل شو؛ خو د هغه نوماندي د هغه د تجربې د نشتوالي او سیاسي تعصب له امله د دیموکراتانو لخوا د نیوکو له څپو سره مخ شوه.

مخکې، جان رټکلیف په منځني ختیځ کې د بایډن د پالیسیو سخت منتقد او د چین په وړاندې د سختو چلندونو مدافع و.

هغه د امریکا د ملي استخباراتو د مشر په توګه د خپلې دندې پر مهال د ټرمپ د سیاسي ګټو لپاره د محرمو معلوماتو په افشا کولو تورن شو، چې وروسته د هغه دفتر دغه تورونه رد کړل.

دا دویم ځل دی چې ښاغلی ټرمپ د استخباراتو د لوړ پوړو پوستونو لپاره جان رټکلیف ټاکي.

له دې مخکې په ۲۰۱۹کال کې د سي آی ای د مشر په توګه د هغه نومول د هغه د تجربې د نشتوالي او سیاسي تعصب په اړه د اندیښنو له امله لغوه شو.

خو سره له دې چې جمهوري غوښتونکو د متحده ایالاتو په سنا کې کنټرول ترلاسه کړ، تمه کیږي چې د دغه نوماندي به په اسانۍ سره تایید شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا