اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

جان بولټن، امریکا حکومت ته: د طا-لبانو ضد مقاومت سره دې پوځي مرسته وکړي

دید خبرې آژانس: د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن ویلي، د افغانستان د کشالې د هواري لپاره دې باید طا-لبان له واکه لرې کړای شي.

هغه د افغان انترنشنال سړه په مرکه کې طا-لب ضد ځواکونو سره د مرستو غوښتنه وکړه او له امریکا څخه یې وغوښتل له هغو ډلو سره دې مرسته وکړي، چې په افغانستان کې د طا-لبانو سره په مخالفه جبهه کې ولاړ دي.

جان بولټن د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۸مه) وویل، چې له طا-لبانو سره د امریکايي چارواکو لېدنه کتنه په تېره بیا د دغې ډلې له اسخباراتي چارواکو سره ناسته پاسته د امریکا په ګټه نه؛ بلکې تر ډېره د طا-لبانو په ګټه ده، ځکه دغې ډلې ته مشروعیت وربخښي.

د بولټن اشاره د سي ای اې د مرستیال ډیوید کوهن او د طا-لبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق لېدنې ته وه، چې د ۱۴۰۱ کال د تلې په ۱۷مه یې په قطر کې سره لیدلي وو.

بولټن په ټینګار سره ویلي، چې امریکا ته نه ښايي د استخباراتي مالوماتو د تر سره کولو لپاره طا-لبانو ته پیسې ورکړي.

تر دې وړاندې د ان بي اېس شبکې د باخبره سرچېنو له قوله ویلي و، چې امریکا غواړي د ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې له طا-لبانو سره اطلاعاتي همکاري زیاته کړي.

دوه باخبره سرچېنو او یو پخواني امریکايی چارواکي ان بي ایس ته ویلي، چې د بایډن حکومت په کابل کې له طا-لب چارواکو سره د دا/عش سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه کار کوي.

لویدیځو چارواکو په اروپا او امریکا کې د دا/عش خراسان ډلې د احتمالي بریدونو په اړه لا له وړاندې خبرداری ورکړی، هغه ډله چې دمګړۍ په افغانستان کې ده او په روسیه او ایران کې یې درې مرګوني بریدونه هم ترسره کړي دي.

د ټرمپ د پخواني حکومت دغه جګپوړی چارواکي وړاندیز وکړ، چې واشنګټن دې د طا-لبانو په نسکورولو کې مرسته او همکاري وکړي.

بولټن وویل:«فکر کوم د حل لپاره اوږدمهاله لاره دا ده، چې طا-لبان له واکه لرې کړای شي. زما له نظره په افغانستان کې د ننه د هغو ډلو سره باید مرسته وشي، چې له طا-لبانو سره جنګېږي، پوځي مرستې تر اقتصادي مرستو کولای شي د مخالفینو په پیاوړتیا کې ډېره مرسته وکړي.»

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا