اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

ثاقب؛ د حج مراسمو پرمهال ۲۷تنه افغان حاجیان مړه شوي دي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب وایي، د افغانستان د حاجيانو مرګ ژوبله د تېرو کلونو او د نورو هېوادونو پرتله ډېره کمه وه، ‏چې په ټولیزه توګه ۲۷ تنه حاجيان د بېلابېلو پېښو له کبله مړه شوي دي.

هغه وایي، له دې ډلې دوه تنه په ټرافیکي پېښه کې، یو تن د لوړ فشار لرلو له امله، یو تن د زړه ناروغۍ له کبله، یو تن د شکرې ناروغۍ له کبله، یو تن د ګرمۍ له امله ‏او پاتې ۲۱ تنه د طبیعي مرګونو له کبله مړه شوي دي.

خو د افغان حاجبانو د مړینې شمېره له ډېر ځنډ وروسته په داسې مهال خپرېږي، چې بهرنیو رسنیو ډېر وړاندې د سږني حج د مراسمو پر مهال د حاجیانو د مړینې له لوړې شمېرې خبر ورکړی و.

سعودي عربستان (د چنګاښ په پنځمه) د سږکال د حج په مراسمو کې د مړو شویو حاجیانو شمېر ۱۳۰۰ تنه ښودلی و او د دغو مړو شویو حاجیانو د مرګ لامل یې د تودوخې لوړه درجه ښودلې وه.

خو طا-لبان بیا د افغان حاجیانو د مړینې لاملونه نور یادوي.

د طا-لبانو د حج او اوقافو وزیر همدارنګه ویلي، چې هېواد ته د حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

هغه زیاته کړې، دغه وزارت د اړوندو ارګانونو په همکارۍ وتوانېد چې د سعودي عربستان له‌خوا د حج (۳۰۰۰۰) ورکړل شوې ونډې له مخې حرمینو شریفینو ته ټول حاجیان ولېږدوي.

‏نوموړي وویل،‏ ‏دغه حاجیان د څلورو زونونو (کابل، بلخ، کندهار او هرات) له هوایي ډګرونو واستول شول.

‏ښاغلي ثاقب زیاته کړه، سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد رالېږد بهیر د دوو هوايي شرکتونو (د اریانا افغان او کام اېر) له لوري ترسره شو او د (۹۴) الوتنو په ترڅ کې دېرش زره حاجیان سعودي عربستان ته انتقال شوي وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا