اسلایدشوافغانستانحکومتخبر

تېر کال کې؛ څه باندې دوه میلیونه پاسپورټونه وېشل شوي دي

دید خبرې آژانس: تیر هجري لمریز کال له دوه میلیونو او ۲۰۰ زرو زیات پاسپورټونه هېوادوالو ته وېشل شوي دي.

د پاسپورت عمومي ریاست وایي، دغه موده کې بیا د پاسپورټونو د وېش له لارې یې څه د پاسه ۱۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د پاسپورټ عمومي رییس، عبدالرحیم حسیب و ویل: «موږ تېر لمريز کال یانې ۱۴۰۳ کې، دوه میلیونه، ۲۷۲ زره او ۳۸۴ پاسپورټونه توزیع کړي دي. مخکې مې هم یادونه کړې، چې له دې لارې میلیاردونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي او د افغانستان د مرکزي بانک خزانې ته انتقال شوي دي.»

هغه زیاتوي چې د پاسپورټ له ریاست سره د برښنایي پېژندپاڼو د سیسټم په نښلولو سره د نوم او عمر د اصلاح چاره هم ساده شوې ده.

عبدالرحیم حسیب و ویل: «اوس دا ستونزه حل شوې. موږ د برښنايي پېژندپاڼې له سیسټم سره وصل یو، او د احصایې له ادارې د پېژندپاڼې مالومات ترلاسه کوو. له دې وروسته به څوک د پاسپورټ چاپ او تېروتنو له ستونزو سره مخ نه شي.»

د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره د هېوادوالو غوښتنه د پخوا پرتله کمه شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button