اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

تېر کال کې؛ افغانستان له ایران سره ۳ میلیارده ډالر سوداګري کړې ده

دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمیرې ښیي چې افغانستان په ۱۴۰۳ کال کې له ایران سره د درې میلیارده او ۳۰۰ ملیونه ډالرو په ارزښت سوداګري کړې ده.

د دغه وزارت ویاند ټینګار کوي چې له دې منځه ۵۵ میلیونه ډالره یې د افغانستان صادرات دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد داسې وايي: د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه په ۱۴۰۳ کال کې درې میلیارده او ۳۰۰ میلیون ډالره وه چې له منځه یې ۵۵ میلیون ډالره صادرات او درې میلیارده او ۳۱۱ میلیون ډالره واردات وو.

بل خوا، یو شمېر ایراني رسنیو د ایران د ګمرک د رییس له قوله راپور ورکړی چې ایران د۲۰۲۴ کال د مارچ له ۲۰مې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ تر ۱۸مې د ۲.۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت غیرنفتي توکي افغانستان ته صادر کړي دي.

د دغه راپور له مخې، افغانستان په دې موده کې د ایران پنځم لوی صادراتي هدف و.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي وو، د پاکستان له لوري د سوداګریزو ستونزو له امله، د کراچۍ له  بندره د افغانستان ټرانزیټ ۸۴ سلنه کم شوی، خو د عباس بندر له لارې بیا ۹۵ سلنه زیات شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا