تېرو پنځو ورځو کې؛ ۷۰۰ افغان کورنۍ له پاکستانه ایستل شوي
دید خبرې آژانس: د ننګرهار سیمهییز مسوولان وایي، چې په تېرو پنځو ورځو کې له پاکستانه ٦٧٥ کورنۍ په جبري توګه د تورخم له لارې را اړول شوې دي.

د هغوی په وینا، یوازې نن څه باندې ۲۵۰ کورنۍ له دغې لارې په جبري توګه افغانستان ته اړول شوې دي.
چارواکي همدارنګه زیاتوي، چې ایستل شویو کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د ننګرهار د والي مرستیال عزیزالله مصطفی ویلي:«په دې کې ډېر داسې دي، چې نارینه یې را اوښتي زنانه یې پاتې دي، کاروبارونه یې هلته پاتې شوي، پیسې یې هلته پاتې شوي، د چا زنانه را اوښتي نارینه یې هلته پاتې دي، اخوا ته د دوی پر وړاندې وضعیت ستونزمن شوی دی.»
د ننګرهار د کډوالو او را ستنېدونکو چارو رییس باز محمد عبدالرحمان هم ویلي:«۶۷۵ کورنۍ راغلي دي، چې نن د شنبې په ورځ تر اوسه پورې ۲۵۴ کورنۍ راغلې دي.»
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس امینالله شریف هم څرګنده کړه:«دوی ته مو د صحت په برخه کې پوره چمتووالی نیولی، که هغه د پولیو په برخه کې ده، که د تغذیې په برخه کې ده، د روغتیا په برخه کې مو بشپړ چمتووالی نیولی دی.»
محمد یوسف چې د پاکستان په فیصل اباد سیمه کې یې ژوند کاوه له ٣٢ کلنو وروسته په جبري توګه هېواد ته راستون کړای شوی دی. پاکستاني پولیسو د اختر په شپه د هغه په کور چاپه اچولې وه، پلار یې زنداني شوی او خپله د کورنۍ له ځینو غړو سره له پاکستانه را ایستل شوی دی.
له پاکستانه را ایستل شوی محمد یوسف وايي:«پلار مې اوس هم بندي دی، د هغه پته نشته چې چېرته به وي، موږ د هغه ځای نه د شپې راوتلي یو، را تښتېدلي یو، په ۷۰ زره روپۍ باندې مو د هغه ځای ټرک نیولی، راوستی مې دی، مجبورۍ نه دلته ناست یم، اوس مې دلته لس لس زره روپۍ ورکړې او خپل سامان پرې اړوم، په ډېر ظلم زه دې پلو را اوښتی یم.»
ځینې نور کډوال، چې له پاکستانه په جبري ډول راستانه شوي وايي د پاکستان حکومت د اپریل تر لسمي د کډوالو د جبري ایستنې بهیر ځنډولی وو؛ خو د ژمني خلاف د کډوالو جبري ایستلو عملیات یې پیل کړل.
له پاکستانه را ایستل شوی خطاب ویلي:«په کورونو یې چاپې ووهلې، ښځې، ماشومان، نارینه ټول یې پورته کول، چا سره چې کارتونه وو که نهوو، چا ته یې نهکتل، له یوې مخې یې ټول پورته کول، زموږ ورور یې هم په دې مرحله کې اوچت کړی دی، ټوله دنیا په چېغو، ټول خلک په چېغو دي، ټول ښار کې خلک را تښتېدلي، خلکو ډک کورونه پرېښودل او را وتښتېدل، د خلکو ټول کورونه چور شول.»
له پاکستانه را ایستل شوي سوداګر خان هم ویلي:«زما بچیان، وری مې پاتې شول، زه یې را ولېږلم، ټول هر شی مې خوار و زار شول، ماته معلومات نشته، چې زما بچیان په کوم حالت کې دي، بچیان مې زندان کې دي، موږ سره لا پنځه ورځې وخت وو؛ خو موږ یې له وخت مخکې وایستلو.»
دا په داسې حال کې ده، چې له جمعې ورځې راهیسې د کندهار د سپین بولدک له لارې پاکستاني پولیسو له لوري ٤٠ کورنۍ او ٣٨ بندیان هم را اړول شوي دي.